دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 194828
پاکستان او چین له خپلو سوداګري مبادلاتو امریکايي ډالر حذف کړ
د پاکستان یو جګ پوړي سینیټر د اسلام آباد او بیجنګ ترمینځ په سوداګري راکړو ورکړو کښې د امریکايي ډالر د نه استعمالیدو خبر ورکړ.
 مشاهد حسین سید وویل: د اسلام آباد حکومت د سي، پيک په نامه د چین او پاکستان د ګډ اقتصادي کوریډور په مالي ټرانزکشنونو کښې له بیجنګ سره په خپلو سوداګري مبادلاتو کښې د امریکايي ډالر ځاې د چین (یوآن) ته له ورکولو سره موافقه وکړه.
د دغه پاکستاني چارواکي په وینا په یاده موافقه کښې به د دواړو هیوادونو ترمینځ نورو ټولو پروژو هم شاملې شي.
مشاهد حسین سید هم داشان زیاته کړه: د بیجنګ او اسلام آباد ترمینځ په دې طریقه د مالي ټرانزکشنونو د پیلولو لپاره ضروري اجازتنامې هم صادرې شوې دي.
د ویلو ده چې د بیجنګ حکمت د ګډ اقتصادي کوریډور په اجرا کولو سره په پاکستان کښې څه باندې ۴۶ میلیارډ ډالره پانګونه کړې ده.
https://avapress.com/vdchiknz623nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته