د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په اوږدو کې یې ۱۸۵زره او ۷۴۹ بېځایه شوي او راستنېدونکي ماشومانو لپاره ښوونیز خدمات برابر کړي دي.
نږدې ۱۸۵زره بېځایه شويو او راستنېدونکو ماشومانو ته ښوونیز خدمات
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 عقرب 1398 ساعت 16:04
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په اوږدو کې یې ۱۸۵زره او ۷۴۹ بېځایه شوي او راستنېدونکي ماشومانو لپاره ښوونیز خدمات برابر کړي دي.
د دغه وزارت ویاندې نوریې نزهت امریکا غږ ته وویل، چې په دغو ماشومانو کې نږدې ۱۰۶زره یې نجونې دي.
آغلې نزهت زیاته کړه، چې د دغو ماشومانو لپاره په بلخ، بادغیس، هرات، جوزجان، کابل ، کندهار، کنړ، کندز، ننگرهار، سرپل، ارزګان، زابل، فاریاب ، سمنګان، پکتیکا، او هلمند ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰ موقت ټولګي جوړ شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د دغه شمیر بېځایه شویو او راستنېدونکو ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره پنځه زره او ۸۴۹ ښوونکي استخدام کړي دي.
د پوهنې وزارت ویاندې وویل: "بېځایه شوي ماشومان د تعلیمي اسنادو د نه درلودلو له امله په ۹ میاشتنیو او درې کلنو ټولګیو کې تر ښوونې او روزنې لاندې نیول کېږي او له هغې وروسته د هغوی د استوګنې په سیمو کې په نږدې دولتي ښوونیزو مراکزو کې جذب کېږي".
د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس، تیر لمریز کال ۲۴۶زره بېځایه شوي او راستنېدونکي ماشومان د افغانستان په ۸۰ ولسوالیو کې له ورته ښوونیزو پروګرامونو څخه برخمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، سږکال ۴۱۸ زره افغانان د افغانستان له ګاونډیو او اروپايي هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي او یا په جبري ډول ایستل شوي دي. دغه راز نږدې ۳۵۵زره نور افغانان د جګړو او طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د بېځایه شویو ۵۸ فیصده او د بېرته راستنېدونکو ۴۸ فیصده ماشومان دي.
د مطلب کود: 194829