دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 194830
د ایران د برجامي ژمنو کمیدل دوام لري
په ایران کښې د ایټمي موافقې په اجرا باندې د څارنې د پلاوي غړي او په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علي اکبر ولایتي د فرانس-۲۴ ټیلیویژني چینل له عربي برخې سره په خبرو کښې چې نن خپره شوه، زیاته کړه: که اروپایان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ایران به د خپلو برجامي ژمنو د کمولو څلورم ګام اجرايي کړي.

بنیادي ستونزه دا ده چې فرانسه او په ایټمي موافقه کښې شامل نور اروپايي هیوادونه پر خپلو ژمنو او خبرو عمل نه کوي.
ښاغلي ولایتي څرګنده کړه: فرانسویان په خپلو تبلیغاتي او سیاسي کارونو سره غواړي د نړۍ خلکو ته داسې وښايي چې ګني دوي صلحه ایزو اهدافو ته د رسیدو په تکل کښې دي.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار د لویدیځې آسیا بدلونونو او د دغې سیمې له ټولو هیوادونو سره مذاکرې ته د ایران ته په اشارې سره وویل: ایران د عربستان او اماراتو په شمول د سیمې له ټولو هیوادونو سره د اړیکې لپاره واسطې او مینځګړي ته ضرورت نه لري.
ولایتي هم  عربستان او امارات د سیمې په هیوادونو کښې له لاسوهنې منع کړل او هم داشان یې وویل چې د یمن خلک باید د خپل هیواد په هکله په خپله فیصله وکړي او ایران په یمن کښې د هر ډول بهرنی لاسوهنې مخالف دی.
https://avapress.com/vdcaeyn6w49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته