کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران د اټومي تړون د ژمنو د ځنډولو څلورم ګام اوچتوي.

14 عقرب 1398 ساعت 17:30

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې د هیواد اټومي انرژۍ سازمان ته د سبا نه په اعتبار سره ۱۰۴۴ سانتریفیوژونو ته د ګازو د تیرو د لړۍ د پيلولو هدایت وکړ.


روحاني دا څرګندونې  په پلازمینه  تهران کې  جوړه شوې  د ازادې نوښتګرۍ  د فابریکې  د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل  چې دا ګام  يي  ځکه اوچت کړ  چې  اروپايي ټولنې  د ایران سره په کړو ژمنو  او تعهدانو  عمل ونکړ. کړې ژمنې پر ځای نکړې.
هغه وویل مونږ  مخکې د مخکې نه  ۴ جمع یو هیوادونو ته  اعلان کوو چې دا ګامونه به د اټومي انرژۍ د اژانس  تر نظارت لاندې اوچت کړو.
هغه  په خپله وینا کې وویل لکه څرنګه چې مو  په کراتو ویلي وو که چیرې  مقابل لوری  خپلې ژمنې  عملي کړي  مونږ  کولای شو چې ددې ګام نه لاس په سر شو . یا يي  لغوه کړو. که چیرې  د اټومي تړون مقابل لوری  په خپلو ژمنو عمل وکړي  مونږ  به هم  د ۲۰۱۷ کال  تعهداتو  او ژمنو ته  بیرته وګرځو.
هغه وویل  چې  د اټومي تړون  په اساس  مونږ  د قم  ښار د فردو په سیمه کې  ۱۰۴۴ سانتریفیوژونه  لرو. مونږ  نه غوښتل چې دې سانتریفیوژونو ته  ګاز  تیر کړو خو  دا چې  د تړون مقابل لوري  په خپلو تعهدانو عمل ونکړ  مونږ  مجبور یو چې د سبا نه په اعتبار سره  دې سانتریفیوژونو ته  د ګازو په تیرولو پیل وکړو.
هغه زیاته کړه چې مونږ د مقابل لوري په حساسیتونو ډیر ښه پوهیږو. کیدای شي چې زمونږ  دا ګام  د هغوې  غږونه اوچت کړي  خو یو ځل بیا وایم  مونږ چې هر وخت وغواړو  ددې ګام نه  لاس په سر کیدای شو.
هغه وویل دا چې  پدې وروستیو اونیو کې په توافق ونه رسیدو  مونږ مجبور يو  چې  څلورم  ګام اوچت کړو خو ددې سره سره  ټولو مذاکراتو ته  ژمن یو. مذاکراتو ته به دوام ورکړو.
مونږ  به تر دوو  راتلوونکو میاشتو مذاکراتو ته دوام ورکړو. که چیرې  پر ایران لګیدلي تحریمونه  لرې کړی شي  او ایران وکولای شي چې خپل تیل وپلوري  او د خپلو بانکي  سودونو نه ګټه پورته کړي مونږ  به دا ټول فعالیتونه وردو.
ایران  یوه ډیره  سمه لاره  انتخاب کړې ده . نړۍواله ټولنه باید پدې ښه پوه شي چې ایران  هم  یو ډير  مقاوم  هیواد دی او هم  مذاکراتو پلوي دی.


د مطلب کود: 194841

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194841/ایران-د-اټومي-تړون-ژمنو-ځنډولو-څلورم-ګام-اوچتوي

آوا
  https://www.avapress.com