کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اردوغان :

لویدیځه نړۍ د پرون په څیر نن ورځ هم د ترهګرو پر فعالیتونو سترګې پټوي

14 عقرب 1398 ساعت 17:38

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په سوریه کې د امن د سیمې په توګه په ټاکل شوې سیمه کې اوس هم ترهګر شتون لري.


 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په سوریه کې د امن د سیمې په توګه په ټاکل شوې سیمه کې اوس هم  ترهګر شتون لري.
ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند عمومي مشر  رجب طیب اردوغان دا څرګندونې  په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وکړې.
ولسمشر اردوغان په خپلو څرګندونو کې  د سوریې په شمال کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د پیل شوو سولې چینې  عملیاتو نه په یادونې سره وویل « ترکیې هغه  برخو ته چې  د ترهګرو سازمانونو لخوا يي  زمونږ د محاصره کولو پلان جوړ کړی وو  د نوموړو  د ځالو  او ریښو د وچولو  او د هغوې د شومو پلانونو د شنډولو سره  ډیر ښه  ځواب ورکړ.
لویدیځه نړۍ  لکه څرنګه چې  په تیرو کې  د اسالا ترهګرې ډلې  په کړنو  او ترهګریزو فعالیتونو  سترګې پټې کړې  او غوږونه ټپ کړي وو  نن ورځ يي  د پ ک ک ترهګري سازمان  او د څانګو  په ترهګریزو  فعالیتونو  سترګې پټې کړي او غوږونه ټپ کړي دي. ځکه چې دوې د ترهګرو سازمانونو نه  د دستمال  او لاس د الې په توګه  کار اخلي. »
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې  د ۲۰۱۶ کال  د جولای په ۱۵ مه نیټه  د فتح الله ګولن ترهګري سازمان لخوا په ترکیه کې  شوي کودتا ته په اشارې سره وویل « د فتح الله ګولن ترهګري سازمان مشر فتح الله ګولن  په ۱۹۹۹ کال کې  امریکا ته پناه وړې  خو امریکا  د ده  لخوا د کودتا د ترسره کولو سره سره اوس هم  هغه ته پناه ځای ورکړی دی  او ساتنه ترینه کوي. امریکا ته  مو پدې اړه  ډيرې زیاتې دوسیې او اسناد او شواهد  وړاندې کړي دي خو بیا هم  د هغه حفاظت او ساتنې ته دوام ورکوي. دا ځکه چې  فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د امریکا یوه ستره پروژه ده.
امریکا هغه ته  ۲۰۰ جریبه مځکه ورکړې  چې  هغه پکې  ځانته  کور  جوړ کړي. هغه په ۲۰۰ جریبه  مځکه  باندې په جوړ شوي  یو کور کې  ژوند کوي.
دا چې هغه د امریکا پروژه  دی د همدې امله ورته  پدې اړه ارزښت ورکول کیږي.
ولسمشر اردوغان پر امریکا  غږ وکړ  په کومه اندازه  چې تاسې ته د داعش ترهګرې ډلې مشر البغدادي  اهمیت درلود  په همدې اندازه  دا ترهګر د ترکیې لپاره مهم  دی.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په اهیمت ټینګار وکړ او وویل « تر کومه چې په سوریه او عراق کې  یو تن ترهګر هم  پاتې وي  مونږ به د ترهګرو پر خلاف د مبارزې نه لاس وانخلو.
هغه وویل  په سوریه کې د امن سیمې لپاره په ټاکل شوې سیمه کې اوس هم  ترهګر شتون لري. سیمه  دا ډول د ترهګرو نه نه پاکیږي. هیڅوک  دې مونږ ته د فریب او دوکې راکولو  هڅه نکوي.
ولسمشر اردوغان  امریکا ته د سفر په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې  لومړی  غواړي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړي او وروسته به خپل نهايي تصمیم  اعلان کړي.


د مطلب کود: 194842

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194842/لویدیځه-نړۍ-د-پرون-په-څیر-نن-ورځ-هم-ترهګرو-پر-فعالیتونو-سترګې-پټوي

آوا
  https://www.avapress.com