دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 194847
افغانستان سفیر احضار د آی اس آی له لوری د دیپلماتیک عرف خلاف وو
د سنا مجلس غړۍ او رئیس، اسلام آباد کې د افغانستان سفیر احضار د پاکستان استخبارات له لوری د دیپلماتیک عرف خلاف بللی او د هیواد خارجه وزارت له لوری ددی موضوع څيړلو باندی ټینګار کړی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: د هیواد خارجه وزارت تیره ورځ د یو اعلامیه په صادرولو سره ویلی دی چی عاطف مشعل د افغانستان سفیر په اسلام آباد کې د پاکستان استخباراتو اداره له لوری احضار شوی او بد چلند سره مخ شوی دی.
ښاغلی مشعل د سناتورانو خشم راپورته کړی دی. هغوی نن سه شنبه عمومی ناسته کې ټينګار کړی دی چی هیواد خارجه وزارت باید دا موضوع د دیپلماتیک او بین المللی عرف له لاری وڅیړی.
ځينی سناتوران هم د هیواد امنیتی ارګانونو له لوری بالمثل عمل او ځواب غوښتونکې شوی دی.
فضل هادی مسلمیار د مشرانو جرګه مشر ننۍ ناسته کې وویل چی پاکستان د یو لوری خپل ویزا متقاضیانو ته محدودیت وضع کوی او له بل لوری د دیپلماتیک عرف خلاف د هیواد سفیر د استخباراتی نهادونو له لوری احضاروی.
د مسلمیار خبرو په اساس؛ سفیران دیپلماتیک مصوونیت لری او هیڅ هیواد استخبارات هغوی ته سپکاوۍ حق نه لری.
هغه همدارنګه پاکستان ځینی قنسولګری بندیدو ته اشاره کړه او وویل چی خارجه وزارت مکلف دی چی ددی کار علت وڅيړي.
پاکستان تیره ورځ د امنیتی مشکلاتو په بیان سره، خپل ځينی قنسولګرۍ په افغانستان کې تړلی دی.
 
https://avapress.com/vdci55azyt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته