دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۲۹
د مطلب کود : 194865
حکومت د علیپور په اړه تصمیم نیسی
آوا خبرګزاری-وردک: مظفرالدین یمین د میدان وردک والی په یو خبری کنفرانس کې وویل: میدان وردک ولایت کې غیری مسئول مسلح کسان لږ څه شتون لری، خو د علیپور په نامه کس په دی ولایت کې مشکلاتو رامنځته کېدو لامل شوی دی.

 
هغه زیاته کړه: علیپور داسی اقدامات ترسره کړي چی حکومت مجبور کړی دی چی د هغه په اړه تصمیم ونیسی او ددی کس موضوع د ولسمشر غنی سره شریک شوی دی.
یمین زیاته کړه: خلګ او سیمی مشرانو سره مو خبری درلودلي ترڅو مسلح کسان د حکومت په چارچوب کې فعالیت وکړی بغیر له دی مرکزی دولت به په دی اړه تصمیم ونیسی، ځکه دا کسان د یاغی په حیث بلل کیږی.
د میدان وردک والی د کابل-بامیان لویه لاره امنیت په اړه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: ددی لاری مشکلات د قومی تعصباتو له امله رامنځته شوی ځکه چی جلریز ولسوالی کې ډير قومونه لکه پشتون، هزاره، تاجیک او سادات ژوند کوی چی د سیاه خاک په ځینو برخو کې عليپور کسان د پشتانه په وړاندی لاس په اقداماتو وهی چی دا موضوع د مشکلاتو رامنځته کېدو لامل شوی دی.
یمین د معارف وضعیت په دی ولایت کې ښه بللی دی او وایی: په دی ولایت کې ټول ۴۶۴ ښوونځی فعال دی او زده کوونکې درسونو باندی مصروف دی.
 
https://avapress.com/vdciq5azwt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته