کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دشهیدسترپاسوال جنرال عبدالرازق دپولیسو روزنیز مرکزکي درې پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې

15 عقرب 1398 ساعت 10:52


د شهید سترپاسوال جنرال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز کي درې پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې، چي پر مهال یې کندهار والي حیات‌ الله حیات، د کورنیو چارو وزارت اداري معین پوهنمل لوی پاسوال عبدالجبار پردلي، د ولایتي شورا رئیس او غړو او یو شمېر ځایي نظامي او ملکي مسؤلینو ګډون درلود.
په دغو پروژو کي د څښاک د پاکو اوبو شبکه، د فاضله اوبو سیسټم او د پاکو اوبو ژور څاه شامل دي، چي د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست، د سیستیکا او همکارانو په مالي مرسته یې جوړیږي.
کندهار والي حیات ‌الله حیات د یاد پروژو په پرانیستو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چي په مرسته به یې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز کي سهولتونه رامنځته سي.
ښاغلي حیات د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست او سیستیکا څخه مننه وکړه، چي د پولیسو لپاره یې دغه اسانتیاوې رامنځته کړي او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چي د یادو پروژو په ساتنه او ښه ډول ګټه اخیستني ته پاملرنه وکړي.
کندهار والي د شهید ستر پاسوال جنرال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز مسؤلینو او زده‌کوونکو ته د لا همکارۍ ډاډ ورکړ او په خبره یې راتلونکي کي به د دې مرکز ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په برخه کي لا زیاته پاملرنه کیږي.


د مطلب کود: 194895

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194895/دشهیدسترپاسوال-جنرال-عبدالرازق-دپولیسو-روزنیز-مرکزکي-درې-پروژې-ګټي-اخیستني-ته-وسپارل-سوې

آوا
  https://www.avapress.com