دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 194895
دشهیدسترپاسوال جنرال عبدالرازق دپولیسو روزنیز مرکزکي درې پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې
د شهید سترپاسوال جنرال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز کي درې پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې، چي پر مهال یې کندهار والي حیات‌ الله حیات، د کورنیو چارو وزارت اداري معین پوهنمل لوی پاسوال عبدالجبار پردلي، د ولایتي شورا رئیس او غړو او یو شمېر ځایي نظامي او ملکي مسؤلینو ګډون درلود.
په دغو پروژو کي د څښاک د پاکو اوبو شبکه، د فاضله اوبو سیسټم او د پاکو اوبو ژور څاه شامل دي، چي د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست، د سیستیکا او همکارانو په مالي مرسته یې جوړیږي.
کندهار والي حیات ‌الله حیات د یاد پروژو په پرانیستو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چي په مرسته به یې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز کي سهولتونه رامنځته سي.
ښاغلي حیات د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست او سیستیکا څخه مننه وکړه، چي د پولیسو لپاره یې دغه اسانتیاوې رامنځته کړي او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چي د یادو پروژو په ساتنه او ښه ډول ګټه اخیستني ته پاملرنه وکړي.
کندهار والي د شهید ستر پاسوال جنرال عبدالرازق د پولیسو روزنیز مرکز مسؤلینو او زده‌کوونکو ته د لا همکارۍ ډاډ ورکړ او په خبره یې راتلونکي کي به د دې مرکز ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په برخه کي لا زیاته پاملرنه کیږي.
https://avapress.com/vdcb9ab8srhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته