کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کي د پاسپورټ اخيستلو درخواست انلاين سيسټم ته واوښتی

15 عقرب 1398 ساعت 10:54


د افغانستان د پاسپورټ عمومي رئيس پاسوال سيد عمر صبور وايي تر بلخ او هرات وروسته کندهار درېيم ولايت سوو، چي اوسېدونکي ئې کولای سی له دې وروسته په انلاين شکل د پاسپورټ درخواست وکړي، چي دا چاره به د درخواست کونکو د وخت د ضايع مخه ونيسي.
کندهاريان هم د دې سيسټم پر فعاله کېدو خوښ دي او وايي، چي له دې وروسته به پاسپورټ مديريت ته ډير تګ او راتګ نه کوي.
د افغانستان د پاسپورټ عمومي رئيس پاسوال سيد عمر صبور کندهار ته د خپل سفر پرمهال د دې ولايت د پاسپورټ اخيستلو درخواست رسماً په انلاين شکل فعاله کړ.
هغه وايي کندهار درېيم ولايت سوو، چي اوسېدونکي ئې کولای سي له هر ځايه، چي وغواړي په انلاين شکل د پاسپورټ درخواست وکړي؛ په وينا ئې دا اقدام ئې د مراجعينو د وخت د ضايع کېدو او کاغدپرانۍ د مخنيو په موخه کړی دی.
کندهاريان په انلاين شکل د پاسپورټ د اخيستلو درخواست پرځای اقدام بولي او د دې کار هرکلی کوي.
هغوئ وايي که په نورو ادارو کي هم ورته اصلاحات او نوي فعاليتونه رامنځ ته سي مراجعين به ئې له ستونزو خلاص سي.

د کندهارپاسپورټ مدير سمونمل عبدالله خان عابد وايي د نوي سيسټم د فعاله کېدو سره سم به د مراجعينو ګڼه ګوڼه کمه سي او دوئ به د نوي سيسټم په تړاو خپلو مراجعينو ته عامه پوهای هم ورکړي.
د افغانستان د پاسپورټ عمومي رئيس د کندهار پاسپورټ مديريت د افغانستان په کچه يوله فعاله او ښه مديريتونو څخه ياد کړ او د دې مديريت مدير ئې په تقديرنامه تقدير کړ.


د مطلب کود: 194896

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194896/کندهار-کي-د-پاسپورټ-اخيستلو-درخواست-انلاين-سيسټم-ته-واوښتی

آوا
  https://www.avapress.com