خوښ ديک ۰

ارګ: د حکومت استازي د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي

افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته د لېست پر برابرولو کار روان کړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد ته تلونکی پلاوی مشخص شي.
ارګ: د حکومت استازي د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي
د افغان حکومت استازي به هم د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته د لېست پر برابرولو کار روان کړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد ته تلونکی پلاوی مشخص شي.
دده په خبره د افغان حکومت استازي هم په دې غونډه
د افغان حکومت استازي به هم د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي.
کې له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي. مینه پال وایي دا به یو ټول شموله او د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ هیت وي چې په هغه کې به د ملي شورا غړي، مدني فعالان، د حکومت استازي او د سیاسي ګوندونو استازي موجود وي.
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د چین په کوربه توب د سولې لپاره بین الافغاني غونډه جوړه شي. ددغه غونډې کره نېټه نه ده مشخصه شوې، خو ډېر احتمال شته چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته جوړه شي.
چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود: 194897 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *