کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د حکومت استازي د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي

15 عقرب 1398 ساعت 10:58

افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته د لېست پر برابرولو کار روان کړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد ته تلونکی پلاوی مشخص شي.


د افغان حکومت استازي به هم د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته د لېست پر برابرولو کار روان کړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد ته تلونکی پلاوی مشخص شي.
دده په خبره د افغان حکومت استازي هم په دې غونډه کې له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي. مینه پال وایي دا به یو ټول شموله او د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ هیت وي چې په هغه کې به د ملي شورا غړي، مدني فعالان، د حکومت استازي او د سیاسي ګوندونو استازي موجود وي.
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د چین په کوربه توب د سولې لپاره بین الافغاني غونډه جوړه شي. ددغه غونډې کره نېټه نه ده مشخصه شوې، خو ډېر احتمال شته چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته جوړه شي.


د مطلب کود: 194897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194897/ارګ-د-حکومت-استازي-چین-په-بین-الافغاني-غونډه-کې-ګډون-کوي

آوا
  https://www.avapress.com