دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 194898
اسدالله خالد :طالبان او داعش له یو بله جلا نه دي
د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، د پاکستان په ګډون هغه هېوادونه چې له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي باید په دې پوه شي چې تروریزم پوله نه لري او یوه ورځ به دا اور د دوی تر لمنې هم رسېږي.
هغه په یوه تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه او ایران له طالبانو ملاتړ کوي او کنه وایي، که چېرته کوم هېواد له داعش ډلې څخه د خلاصون په موخه له طالبانو ملاتړ کوي باید پوه شي چې په اصل کې دا دواړه ډلې له یو بل څخه جلا نه دي.
خالد دا په څرګند ډول نه دي ویلي چې روسیه او ایران له طالبانو ملاتړ کوي کنه خو ټینګار کوي چې دا دواړه هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هر هېواد چې د ترهګرو له مور (طالبانو) ملاتړ کوي ستره اشتباه کوي او باید له دې کاره لاس واخلي. په ورته وخت کې امریکا هم په وار وار ویلي چې ایران او روسیه له طالبانو ملاتړ کوي خو دواړو هېوادونو له طالبانو سره سالمې اړیکې منلې او د نظامي ملاتړ خبره یې رد کړې ده.
https://avapress.com/vdceoe8zvjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته