خوښ ديک ۱

په خېبرپښتونخوا کښې ناپېژندل شويو وسله والو د پاکستان په امنيتي ځواکونو حمله وکړه

په خېبرپښتونخوا کښې ناپېژندل شويو وسله والو د پاکستان په امنيتي ځواکونو حمله وکړه
پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د خېبر پښتونخوا صوبې په ډېره اسماعيل خان سيمه کښې د امنيتي ځواکونو په ګاډي د ناپېژندل شويو وسله والو کسانو د حملې خبر ورکړ.
پاکستاني رسنيو وويل، په دغه حمله کښې د دغه هېواد پينځه فوځيان ووژل شول.
تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
خېبر پښتونخوا د پاکستان يوه ناامنه صوبه ده. په دغه صوبه کښې تر اوسه په سلګونو خلق د طالبانو، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلو په حملو کښې وژل شوي دي.
چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود: 194900 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *