کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وردګو والي: عليپور په سیمه کې پښتنو ته ستونزې راولاړوي

15 عقرب 1398 ساعت 14:48

د میدان وردګو ولایت والي «مظفرالدین یمین» وايي، د نامسئوله وسلوالو قوماندان «عبدالغني عليپور» په سیمه کې ګڼې ستونزې راولاړې کړې او تر لاس لاندې کسان یې د پښتنو په مقابل کې سازشونه کوي.


د «اوا» خبري اژانس د راپور له مخې، مظفرالدین تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال ویلي،  دا مهال په وردګو ولایت کې د نامسئوله وسلوالو شمېر ډېر کم دی؛ خو د عليپور په نوم قوماندان په سیمه ګڼې ستونزې راولاړې کړې، چې له امله یې حکومت اړ دی ددوی په وړاندې تصمیم ونیسي او هڅه وکړي غیر مسئول وسله وال تر خپل چتر لاندې راولي.
د مظفرالدین په خبره، د کابل- بامیانو لویې لار د نا امنۍ تر ټولو ستر لامل د لارې په اوږدو کې قومي تعصب او ستونزې دي « لکه څنګه چې د جلریز په ولسوالۍ کې پښتانه، هزاره، سادات او نور مختلف قومونه اوسي، هلته د علیپور کسان د پښتنو په وړاندې ستونزې راولاړوي، چې له امله یې د لارې په اوږدو کې مشکلات جوړ شوي.»
عبدالغني عليپور، د نامسئوله وسلوالو قوماندان دی، چې تېر کال د قوس په میاشت کې د دولتي عسکرو له لوري په کابل کې ونیول شو؛ خو څه موده وروسته بیرته پرېښودل شو، هغه مهال ځینو سرچینو داسې راپورونه ورکړل، چې نوموړی د حکومت دننه له پراخ نفوذ څخه برخمن دی.


د مطلب کود: 194901

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194901/د-وردګو-والي-عليپور-په-سیمه-کې-پښتنو-ته-ستونزې-راولاړوي

آوا
  https://www.avapress.com