دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 194903
طالبانو لوګر کې پنځو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې
طالبان وایي، د لوګر ولایت په مرکز کې یې د امریکایي عسکرو په قطار باندې برید ترسره کړی او پنځو امریکایي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو خبرپاڼه کاږي «د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې نن مازدیګر مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز کې په امریکایي اشغالګرو ځپونکي کمین برید ترسره کړ، دغه برید د دوشنبې سیمه کې ترسره شوی چې پر مهال یې ۲ امریکایي اشغالګر وژل شوي، ۳ نور مرګوني ژوبل شوي او په دې برسېره دروند مالي زیان هم ور اوښتی دی.»
د طالبانو په خبره، په امریکایي عسکرو باندې ددوی تر برید وروسته چورلکو په سیمه بمبار کړی؛ خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د ناټو قاطع ماموریت په دې تړاو څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcbgab8frhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته