دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 194904
د غني او عبدالله ناندرۍ؛ ارګ وایي، د سولې طرحه یې د عبدالله د څرګندونو خلاف په واقعیتونو ولاړه ده
ارګ د ګډ حکومت د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې نوموړي پکې د سولې لپاره د ارګ وړاندې کړې طرحه له واقعیتونو لرې بللې وه.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د سولې لپاره د ولسمشر غني وړاندې کړې اووه ماده ییزه طرحه سولې ته د رسېدو تر ټولو غوره لار ده، چې د ملي اجماع او د ولسمشر غني د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د پنځو کلونو په موده کې چمتو شوې.
د صدیقي په خبره، د ولسمشر له لوري وړاندې شوې طرحه د ملت پراخ ملاتړ له ځانه سره لري او  له هیواد څخه د جګړې د ختمولو او ثبات تر ټولو غوره نسخه ده.
د نوموړي د څرګندونو په بنسټ، اشرف غني سولې ته ژمنتیا لري، په دې برخه کې هڅې کوي او غواړي هیواد داسې یوې سولې ته ورسوي، چې په تعقیب یې جګړه پای ته ورسېږي.
https://avapress.com/vdccx0qs02bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته