کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د پاکستان سفارت وايي، عاجلو افغان ناروغانو ته وېزې ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 عقرب 1398 ساعت 12:53

په کابل کې د پاکستان سفارت د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۶مه «لړم۱۵مه»په یوې اعلامیې ویلي، چې دا سفارت به د خپلې قونسلي څانګې تر بېرته پرانیستو عاجلو افغان ناروغانو ته وېزې ورکوي.



دا په داسې حال کې ده، چې دغه سفارت د تېرې دوشنبې په ورځ د امنیتي ګواښونو له امله په کابل کې تر نامعلومې نېټې د خپلې قونسلي څانګې د تړل کېدو خبر ورکړ.
نن چهارشنبه د پاکستان سفارت پر خپل ویب سایټ په یوې اعلامیې کې ویلي:"د قونسلي خدماتو د بندېدو پر مهال د عاجلو ناروغانو د وېزې غوښتنلیکونه منل کېږي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې یکشنبې په ورځ وویل، چې په روانه اونۍ په کابل ښار د دوی د سفارت مامورین او کار کوونکي سفارته پر لار د ناڅرګندو موټر سایکل سپرو کسانو لخوا ګواښل شوي دي.
دغه وزارت په اسلام اباد کې افغان شارزدافیر احضار کړی و او په دې اړه یې د اندېښنو په شریکولو سره له افغان حکومت څخه د خپلو ډیپلوماټو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې وه
د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد امریکا غږ ته وویل، چې افغان حکومت د پاکستان د حکومت د ادعاو په اړه څېړنې کوي.
پرون سې شنبه د افغان ولسمشر ویاند دواخان مینه پال هم امریکا غږ ته وویل، چې افغان حکومت د ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان سره د رامخې ته شوو ستونزو د هوارولو هڅه کوي.
ښاغلي مینه پال وویل:"په دې کې شک نشته، چې موږ ځینې وخت ترینګلی حالت لرو، ولې په ټوله کې هڅه کوو، چې اړیکې مو عادي شي او هغه ستونزې، چې په هره برخه کې دي ورته د دپلوماتیکو اود نړیوالو قوانینو په رڼا کې د حل لار ولټوو".
په وروستیو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ديپلوماتیکي اړیکې د ستونزو سره مخ شوي، چې له امله یې افغان حکومت په پیښور کې خپله قونسلګري تړلې، چې ورپسې د دوشنبې په ورځ پاکستان هم په کابل کې د خپل سفارت د ویزو څانګه تر نامعلومې نیټې پورې تړلې ده.
د پاکستان د سفارت د معلوماتو له مخې په عادي ډول په ورځ کې ۱۵۰۰ تنه افغانان دغه سفارته د وېزو اخیستلو لپاره ورځي.
 


د مطلب کود: 194911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194911/کابل-کې-د-پاکستان-سفارت-وايي-عاجلو-افغان-ناروغانو-ته-وېزې-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com