د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان، کلام الدین د طالبان په ډلییز برید کې وژل شوی دی.
د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبان برید کې ووژل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 عقرب 1398 ساعت 13:12
د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان، کلام الدین د طالبان په ډلییز برید کې وژل شوی دی.
د بلخ د امنیې قومندانۍ د امنیت امر، عبدالرزاق قادري ویلي طالبان تیره شپه (سه شنبه، د لړم ۱۴مه) چهارلولک ولسوالۍ باندې له څو خواوو بریدونه وکړل.
دې پیښه کې درې نور سرتیري ټپیان شوي دي.
د ښاغلي قادري په وینا دا نښته د نن سهار تر شپږو بجو دوام درلو، چې پایله کې یې شپږ طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
اوس مهال کومکي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او سیمه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده
د مطلب کود: 194916