کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقي عبدالله ته: د سولې طرحه، سولې ته د رسېدو اوه روښانه ټکي لري

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 عقرب 1398 ساعت 14:11

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د سولې په اړه طرحه د ملي اجماع او د ولسمشر غني د تېرو پنځه کولونو کوښښونو له‌مخې رامنځته شوې ده.



صدیق صدیقې پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د فرانسې له خبري اژانس سره خپل تازه مرکه کې د سولې په اړه د ولسمشر غني طرحه 'غیر واقعي' ګڼلې وه.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۶مه «لړم۱۵مه» پر خپل ټوېټر لیکلي: "د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني اوه مادیزه طرحه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه اوه روښانه او واضح نقطې لري."

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره اونۍ له طالبانو سره د سولې په اړه د ولسمشر غني اوه مادیزه طرحه اعلان کړل.
ښاغلي محب وویل، چې د سولې په نوې طرح کې افغان حکومت په ښې حکومتوالۍ تمرکز کړی دی او له دې لارې هڅه کوي، ترڅو د افغانستان د خلکو غوښتنو ته زیاته پاملرنه وشي.
له طالبانو سره اوربند، له پاکستان سره د خبرو مراحل او په دغه هېواد کې د ترهګرو د روزنځایونو بندول، د دغه طرحې نورې مهمې مادې دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې عبدالله عبدالله پرون سې شنبه (اکتوبر ٥) د فرانسې د خبري اژانس سره په خبرو کې د دې طرحې اهمیت او جدي والی تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.
ښاغلي عبدالله ویلي:"صادقانه ووایم، هیچا دغه طرحه د یو پروگرام په توگه جدي نه ده نیولې...دغه (طرحه) له بل هر څه ډیر د هیلو یو لست دی. هیڅوک دغه طرحه جدي نه نیسي-نه د افغانستان خلک او نه بل څوک."
ښاغلي صدیقې تر دې مخکې هم د عبدالله عبدالله ورته څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و، چې: "اوس د سیاسي پوهې وخت دی."
 


د مطلب کود: 194921

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194921/صدیقي-عبدالله-ته-د-سولې-طرحه-رسېدو-اوه-روښانه-ټکي-لري

آوا
  https://www.avapress.com