کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تاجکستان سرحدي ځواکونو ازبکستان سره پر پوله ۱۵ وسله وال بریدګر وژلي

ازادی رادیو , 15 عقرب 1398 ساعت 14:15

د تاجکستان حکومتي چارواکو ویلي چې تېره شپه شاوخوا درې نیمې بجې شلو ناپیژاندو وسله والو له ازبکستان سره پر پوله د تاجکستان د سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.



د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې په یوه بیان کې ویلي چې شلو مخ پټو وسله والو د سلطان آباد د پولې د عشق آباد په څلورمې پوستې برید وکړ.
د بیان له مخې، د حمله کوونکو د په شا تمبولو لپاره د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله وال محاصره او له منځه یووړل شول او پنځه نور ژوندي ونیول شول.
چارواکو ویلي چې په دغه پېښه کې د پوستې یو سرحدي ساتونکی او یو بل د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت کارکونکی وژل شوي دي.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی او د تاجکستان چارواکو ویلي چې په دې اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې د تاجکستان د پوله ساتو ځواکونو د رسنیو مرکز ویلي چې د پلټونکو یوه ډله سیمې ته رسیدلې ده.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د عملیاتو په نتیجه کې د حمله کوونکو څلور موټر هم له منځه وړل شوي دي.
د تاجکستان امنیتي چارواکو په دې اړه چې حمله کونکي څوک وو، نور جزییات نه دي ورکړي.
دغه سرحدي پوسته چې تېره شپه پرې برید شوی، د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې د جنوب لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې پرته ده.
دغه حمله داسې مهال کیږي چې نن د تاجکستان د اساسي قانون د تصویب ۲۵ کلیزه ده او جمهور رئیس امام علي رحمان هم له سویس او فرانسې څخه کتنه ترسره کوي.
د تاجکستان او ازبکستان اړیکې په څو وروستیو کلونو کې یو څه ترینګلې وې، خو د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف ترمړینې وروسته چې شوکت میرضیایف قدرت په لاس کې اخیستی، یوڅه بېرته ښه شوې دي.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو څوکلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په پوله د داسې یوې وسله والې حملې راپور نه و ورکړل شوی.
د ازبکستان ولسمشرمیرضیایف په دې وروستیو کې هڅې پیل کړي چې له خپلو ګاونډیانو او نورې نړۍ سره د خپل هېواد اړیکې ښه او لاپیاوړې کړي.
 


د مطلب کود: 194922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194922/د-تاجکستان-سرحدي-ځواکونو-ازبکستان-سره-پر-پوله-۱۵-وسله-وال-بریدګر-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com