دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 194925
افغان ځواکونو په پغمان ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړل
دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیاتو پیل کړي دي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر سهار( د لړم ۱۴) امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړل، چې پر مهال یې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛  دوه وسلوال طالبان د دې ولسوالۍ د ارغندې په دهګانانو په اړوند سیمه او بل وسلوال یې د دې ولسوالۍ په بادام قل سیمه کط وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه د ارغندې د شیرعلی غره په لوړو برخو کې ویجاړه شوې او اته توغندي، چې پر کابل ښار توغولو ته چمتو شوي وه هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو د دغو عملیاتو د پیل په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
پغمان کابل ته نږدې د خلکو د چکر یوه ولسوالي ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په کې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0jdytw6d11a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته