دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 194926
هوايي چلند ادارې د داخلي پروازونو لپاره نوي بیې اعلان کړې
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره واويي، د داخلي پروازونو لپاره د هوايي شرکتونو لخوا وړاندي شوي بیې تائید کړي دي.

دغه ادارې ټولو داخلي هوايي شرکتونو او د سیاحتي ټکټ پلورونکو نمایندګیو ته سپارښتنه کړې، چې تر دې وروسته د ټکټ پلورلو پرمهال د دغه ادارې لخوا اعلان شوې بې په نظر کې ونیسي.
د هوايي پروازنو د ټکټونو نوې بیې
د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند قاسم رحیمي نن چهارشنبه د نومبر پر ۶مه «لړم۱۵مه» امریکا غږ ته وویل، چې یادې بیې د د اخلي هوايي شرکتونو لخوا دغه ادارې ته وړاندې شوي وې، چې تر یو لړ څېړنو وروسته لګښتونو ته په کتو تائید شوې.
نوموړي زیاته کړه:"دغه نرخ نامه د هوايي شرکتونو 'کام ایر او اریانا'" لګښتونو ته په کتو د دغه شرکتونو د استازو په حضور کې د لګښتونو د عملیاتي محاسبې په اساس د تائید وړ وګرځول شوله."
د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، که هوايي شرکتونه او د سیاحتي پروازونو ټکټ پلورونکي له یادو بیو څخه سرغړونه وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
ښاغلي رحیمي همدارنګه زیاته کړه:"هوايي شرکتونو ته سپارښتنه شوې ده، چې د دغه مکتوب تر صادرېدو وروسته، د خپلو پروازونو بیې د ملکي هوايي چلند ادارې قانون د ۶۴ مادې له مخې تنظیم کړي."
دا په داسې حال کې ده،ګڼ شمېر افغانان د داخلي پروازونو د بیې د لوړېدو په اړه شکایتونه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxt9q3ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته