کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ ولایت چاربولک ولسوالی امنیه قوماندان په شهادت ورسید

15 عقرب 1398 ساعت 15:25

بلخ ولایت چاربولک ولسوالی باندی د طالبانو تیری شپی برید په ترڅ کې، ددی ولسوالی امنیه قومندان په شهادت ورسید، په دی نښتو کې دولت مخالفینو ته هم زیان اوښتی دی.



عادل شاه عادل، د پلخ پولیس ویاند آوا ته وویل چی طالبان تیره نیمه شپه د چاربولک ولسوالی باندی تهاجمی بریدونه ترسره کړ چی په نتیجه کې لومړۍ کلام الدین ددی ولسوالی امنیه قومندان ټپی شو او شاهین ۲۰۹ قول اردو روغتون ته لیږد په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
عادل زیاته کړه چی ۳ تنه امنیتی سرتیری هم په دی پيښه کې ټپیان شوی دی.
د هغه په وینا په نښته کې ۱۰ تنه مسلح طالبان هم وژل شوی او ټپی شوی دی او مرستندویه ځواکونو په رسیدو سره سیمی ته، وضعیت اوس په عادی حالت کې دی.
طالبانو سرچینه هم اعلان کړي: په دی برید کې امنیه قومندان کرام الدین په نامه او څلور تنه پولیس وژل شوی، ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
ددی ولسوالی اوسیدونکو په وینا د ۸۰ سلنې څخه ډیر ددی ولسوالی خاوره د دولت مخالفینو په لاس کې دی.
 


د مطلب کود: 194932

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194932/د-بلخ-ولایت-چاربولک-ولسوالی-امنیه-قوماندان-په-شهادت-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com