کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سمر: افغانستان کې سوله د افغانانو په مدیریت شونې ده

15 عقرب 1398 ساعت 15:27

د بشر حقونو په برخه کې د دولت وزیره وايي، په افغانستان کې سوله هغه مهال شونې ده چې ټول مدیریت یې د افغانانو په لاس کې وي.



که څه هم په دې وروستیو کې په نړیوالو کچه د افغانستان د سولې د درول شویو خبرو د بیا پیل غوښتنه شوې، خو د افغان حکومت یو لوړ پوړې چارواکې وايي، د سولې روانې هلې ځلې به هغه مهال بریالۍ وي چې ټول واک یې له افغانانو سره وي.
د بشر حقونو په برخه کې د دولت وزیرې سیما سمر چې نن یې په کابل کې د سولې او ټولنیز عدالت تر نوم لاندې غونډې ته خبرې کولې وویل، سوله یوازې د جګړې پای نه دی، بلکې یو ټول ګډونه سوله په عدالت او مساواتو پورې تړلې ده.
هغه زیاتوي: "که موږ چېرې نن له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړو، خو ښه حکومتولي پیاوړې نه شي او عدالت پلی نه شي، دا سوله تل‌پاتې نه ده، خو که موږ فکر کوو چې دا ډول سوله به موږ ته امریکایان، روسان یا هم چینایان او نور راولي، نه یې شي راوستلای، باید د سولې مدیریت ولرو، که ویې نه لرو، دا ډول سوله نه شي راتلای. "
د افغانستان حکومت تل ټینګار کړی چې، د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.
د افغانستان د سولې کور په نوم له یو شمېر مدني ټولنو جوړ بنسټ هم وايي، د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو د غوښتنو پر بنسټ ولاړې وي.
د دې بنسټ یو غړي رحیم جامي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه یوې غونډې ته وویل، د سولې په اړه روان ګونګ بحثونه باید روښانه شي.
هغه وايي: "موږ نه پوهېږو چې امریکا د کومې لارې غواړي افغانستان ته سوله راشي، ځکه په یوه ټویټ سره یې د نهو یا لسو میاشتو هلې ځلې وځنډېدې. د دې تر خوا د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له خوا د بین الافغاني خبرو تر نوم لاندې جلا جلا غونډې جوړېږي، مګر لا هم دا نه ده روښانه چې د افغانستان د سولې په اړه سیمه‌ییز اجماع څه ډول ده. "
د افغانانو په مالکیت او مدیریت د سولې په خبرو ټینګار داسې مهال کېږي چې د افغانستان حکومت په دې اړه یوه اووه ماده ‌ییزه طرحه جوړه کړې ده.
خو د دې طرحې په اړه د حکومت دننه نظریات دوه ډوله دي.
اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د فرانسې خبرې اژانس سره خبرو کې د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني طرحه خیالي بللې.


خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په غبرګون په خپله ټویټرپانه کې لیکلي، دا طرحه د سولې د راتلو لپاره څرګند اهداف لري.
ښاغلی صدیقي دا هم لیکلي، چې دا طرحه د بې مانا جګړې د پای ته رسولو په هدف د ولسمشر غني د تېرو پنځو کلونو پرلپسې کار او ملي اجماع پایله ده.
د ارګ غبرګون کې دا هم ویل شوي چې دا پلان د افغانستان د ثبات لپاره د تېرو هڅو او پورته شویو ګامونو لړۍ ده چې هدف یې ژر تر ژره د وینې بهولو مخنیوی دی.
 


د مطلب کود: 194933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194933/سمر-افغانستان-کې-سوله-د-افغانانو-په-مدیریت-شونې-ده

آوا
  https://www.avapress.com