پدې مذاکراتو کې د حکومت په استازیتوب ګډون کوونکي د دفاع وزیر پرویز خټک ویلي دي چې حکومت د مخالف ائتلاف د لومړي وزیر عمران خان د استعفا نه پرته نورې ټولې غوښتې مثبتې بللي دي.
همداشان پدې مذاکراتو کې د مخالفو ګوندونو د ائتلاف د هئیت ویاند اکرم خان دراني بیا ویلي دي ددوې یواځنۍ غوښته د عمران خان استعفا کول او له سره ټاکنې ترسره کول دي.
د ویلو ده چې په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علماء اسلام ګوند چې د مسلم لیګ نواز او پيپلز پارټۍ پوره ملاتړ تر شا لري د اکتوبر په ۲۸ مه نيټه د کراچۍ د ښار نه د پلازمینې اسلام آباد پر لورې د ازادۍ لاریون پيل کړ. پدې لاریون او د حکومت ضد په مظاهرو کې د جمعیت علماء اسلام د ګوند نه پرته د مسلم لیګ نواز او پیپلز پارټۍ ګوندونو هم ګډون کړی دی. نوموړي د نوامبر په لومړۍ نیټه پلازمینې اسلام آباد ته ورسیدل.
د پاکستان د حکومت مخالف ګوندونه د تیر کال په ټولټاکنو کې چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند بری ترلاسه کړ د درغلیو د ترسره کیدو ادعا کوي.
نوموړي د لومړي وزیر عمران خان د استعفا کولو او له سره د ټولټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه کوي.
همداشان نوموړي ادعا کوي چې د عمران خان ګوند د پوځ لخوا واک ته رسول شوی دی. په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوي دي.
مخالف ګوندونه د عمران خان حکومت په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې او سیاستونو کې ډیر ناکام بولي .