دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 194941
د جلغوزې ملي ورځ؛ د کرنې وزارت وایي سږ کال ۲۴زره ټنه جلغوزې راټولیږي
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت وایي سږ کال به د وړاندوینې سره سم، ۲۴ زره ټنه جلغوزې ټولې کړي.

داسې حال کې چې تیر کال ۲۳ زره ټنه جلغوزې تولید شوې وې.
د لړم پنځلسمه ورځ د جلغوزې ملي ورځ نومول شوې او نن د دغې ورځې په مناسبت مراسمو کې ولسمشر غني هم وینا کړې ده.
ولسمشر د افغانستان پر سفیرانو غږ کړی چې د جلغوزو بازار موندنه کې لا ډيرې هڅې وکړي.
تیره کال په همدې ورځ چین ته د افغانستان د جلغوزو صادرات پيل شول.
له دې نیټې وړاندې دا توکي د پاکستان په نوم چین ته لیږدول کیدل، خو اوس پرې د افغانستان نوم یادیږي.
د کرنې وزارت وایي تر اوسه ۳۸۰ ټنه جلغوزې چین ته صادر شوي دي.
چین ته د جلغوزو له صادریدو وروسته په کور د ننه د دغې میوې بیه لوړه شوې ده.
همدا اوس په کابل کې د جلغوزې د یو کیلوګرام بیه ۳۵۰۰ افغانۍ ده.
د افغانستان خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کاپیسا د جلغوزو له مخې غني ولایتونه بلل کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoo0ffyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته