« فواد اوکتای : د امریکا لخوا خپور شوی د ترهګرۍ راپور د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ د مبارزې مخه نشي نیولی »
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د امریکا لخوا خپور شوي د ۲۰۱۸ کال اړوند د ترهګرۍ راپور په اړه سخت غبرګون وښود.
هغه وویل چې دا ډول راپورونه د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ د مبارزې مخه نیولی نشي.
هغه زیاته کړه چې امریکا پدې راپور کې نه د فتو او نه هم د وای پ جي ترهګرو نه یادونه کړې ده . دا زمونږ لپاره د منلو وړ ندی.