دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 194947
طالبانو په بغلان کې د کابل پوهنتون یو سپین ږیری پوهاند وژلی
د بغلان چارواکي وايي، طالبانو د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېري نن سهار د بغلان- کندوز پر لویه لار له موټره کوز کړی او وژلی یې دی.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، طالبانو د پوهاند عزیز احمد مړی د مرکزي بغلان په همت خېلو کلي کې اچولی دی.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کلنیک جراح ډاکټر خلیل احمد نرمګوی وايي، پلټنې یې ښيي چې دا استاد ۶۵ کلن و او کلاشنکوف په ډزو ویشتل شوی دی.

بلخوا د کابل پوهنتون چارواکي وايي، ښاغلی پنجشېری څلور کاله وړاندې تقاعد شوی او اوس له کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په دنده بوخت و.
https://avapress.com/vdcjxxevauqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته