په ولسي جرګه چې یو شمیر استازي نیوکه کوي، چې دغه کور کې له تیرو اوو میاشتو راهیسې هیڅ داسې قانون نه دی تصویب شوی، چې د خلکو ژوند کې مثبت اغیز وکړي.
دغه استازو د نن ورځې غونډه کې وویل یو شمیر وکیلانو له ولسي جرګې نه مارکیټ جوړ کړی او د شتمنیو زیاتولو او حکومتي بنسټونو کې د خپلو کسانو ګمارلو باندې بوخت دي.
ځیني نور استازي بیا د جرګې یو شمیر وکیلان په دې تورل کړل چې بهرنیو سفارتونو ته تګ راتګ کوي.
دویوویل ولسي جرګه باید داسې یوه طرحه جوړه کړي چې بهرنیو سفارتونو ته د وکیلانو د ورتلو مخه ونیسي.
د جرګې د استازو غیر حاضري هم یوه لویه ستونزه بلل شوې ده.
د جرګې غړي رمضان بشردوست وویل: "ولسي جرګې په تیرو ۷ میاشتو کې هیڅ داسې قانون نه دی تصویب کړی چې د خلکو هوساینې لپاره وي، کله چې وزیران ولسي جرګې ته راځي وکیلان عریضې پرې لاسلیکوي."
د جرګې بل استازي کمال ناصر اصولي وویل: "ځينی وکیلان پر خلکو عریضې کوي، خلکو ته د خدمت پرځای بهرنیو سفارتونو ته ځي او جاسوسي کوی."
ځینی نور وکیلان بیا اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سره د پاکستان د استخباراتي ادارې پر چلند نیوکې کولې.
د جرګې استازي واقف حکیمي په دې اړه وویل: "موږ د پاکستان دا عمل کلک غندو او د افغانستان له حکومته غوښتنه کوو چې د پاکستان پر وړاندې ورته عمل وکړي."
دا نیوکې داسې حال کې کیږي چې همدا اوس دجرګې استازو ته نږدې ۱۰۰ قوانین د تصویب لپاره پراته دي، خو د استازو د کم کارۍ او غیر حاضرې له امله تر اوسه نه دي تصویب شوي.