دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 194956
د ولسي جرګې یو شمیر استازي پر جاسوسۍ، کمکارۍ او شخصي کړنو تورن شول
د ولسي جرګې یو شمیر استازو ځیني نور وکیلان پر جاسوسۍ، کمکارۍ او شخصي کړنو تورن کړل.

په ولسي جرګه چې یو شمیر استازي نیوکه کوي، چې دغه کور کې له تیرو اوو میاشتو راهیسې هیڅ داسې قانون نه دی تصویب شوی، چې د خلکو ژوند کې مثبت اغیز وکړي.
دغه استازو د نن ورځې غونډه کې وویل یو شمیر وکیلانو له ولسي جرګې نه مارکیټ جوړ کړی او د شتمنیو زیاتولو او حکومتي بنسټونو کې د خپلو کسانو ګمارلو باندې بوخت دي.
ځیني نور استازي بیا د جرګې یو شمیر وکیلان په دې تورل کړل چې بهرنیو سفارتونو ته تګ راتګ کوي.
دویوویل ولسي جرګه باید داسې یوه طرحه جوړه کړي چې بهرنیو سفارتونو ته د وکیلانو د ورتلو مخه ونیسي.
د جرګې د استازو غیر حاضري هم یوه لویه ستونزه بلل شوې ده.
د جرګې غړي رمضان بشردوست وویل: "ولسي جرګې په تیرو ۷ میاشتو کې هیڅ داسې قانون نه دی تصویب کړی چې د خلکو هوساینې لپاره وي، کله چې وزیران ولسي جرګې ته راځي وکیلان عریضې پرې لاسلیکوي."
د جرګې بل استازي کمال ناصر اصولي وویل: "ځينی وکیلان پر خلکو عریضې کوي، خلکو ته د خدمت پرځای بهرنیو سفارتونو ته ځي او جاسوسي کوی."
ځینی نور وکیلان بیا اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سره د پاکستان د استخباراتي ادارې پر چلند نیوکې کولې.
د جرګې استازي واقف حکیمي په دې اړه وویل: "موږ د پاکستان دا عمل کلک غندو او د افغانستان له حکومته غوښتنه کوو چې د پاکستان پر وړاندې ورته عمل وکړي."
دا نیوکې داسې حال کې کیږي چې همدا اوس دجرګې استازو ته نږدې ۱۰۰ قوانین د تصویب لپاره پراته دي، خو د استازو د کم کارۍ او غیر حاضرې له امله تر اوسه نه دي تصویب شوي.
https://avapress.com/vdcjixevmuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته