دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 194992
کرېکټ: وېسټ انډیز افغانستان ته ماته ورکړه
د هند د لکهنو په ښار کې د ویسټ انډیز کپتان کرن پولارډ د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۴ منډې وکړې او ویسټ انډیز دا هدف په ۴۷ اورونو کې پوره او لوبه یې وګټله.
په افغان لوبغاړو کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۶۱ منډې وکړې. اکرام علي خیل ۵۸ او اصغر افغان ۳۵ منډې وکړې.
سره له دې چې د ویسټ انډيز دوه لوبغاړي وسوځېدل خو د سر لوبغاړي خو وروسته یې د څه باندې ۱۵۰ منډو ملګرتیا وکړه او افغانستان ته یې ماتې ورکړه.
مجیب الرحمن دوه او نوین الحق یو کس وسوځول. دا د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو یوه ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه وه. ټاکل شوې ده دویمه لوبه یې د شنبې په ورځ(نومبر۹) په همدغه میدان کې ده.
https://avapress.com/vdcjhxev8uqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته