کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرېکټ: وېسټ انډیز افغانستان ته ماته ورکړه

16 عقرب 1398 ساعت 11:00


د هند د لکهنو په ښار کې د ویسټ انډیز کپتان کرن پولارډ د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۴ منډې وکړې او ویسټ انډیز دا هدف په ۴۷ اورونو کې پوره او لوبه یې وګټله.
په افغان لوبغاړو کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۶۱ منډې وکړې. اکرام علي خیل ۵۸ او اصغر افغان ۳۵ منډې وکړې.
سره له دې چې د ویسټ انډيز دوه لوبغاړي وسوځېدل خو د سر لوبغاړي خو وروسته یې د څه باندې ۱۵۰ منډو ملګرتیا وکړه او افغانستان ته یې ماتې ورکړه.
مجیب الرحمن دوه او نوین الحق یو کس وسوځول. دا د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو یوه ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه وه. ټاکل شوې ده دویمه لوبه یې د شنبې په ورځ(نومبر۹) په همدغه میدان کې ده.


د مطلب کود: 194992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194992/کرېکټ-وېسټ-انډیز-افغانستان-ته-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com