کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا کانګرس: پاکستان افغانستان کې یو پښتون خو کمزوری واکمن غواړي

16 عقرب 1398 ساعت 11:02


د امریکا کانګرس د سولې پروسې په تړاو د پاکستان د فعالیت په اړه تازه ریپوټ کې ویلي، دغه هېواد د افغانستان پر وړاندې منفي او مثبت رولونه لوبولي دي.
د امریکا کانګرس همدا راز ویلي، د پاکستان استخباراتي ادارو لا هم له طالبانو او حقاني ترهګرې شبکې سره اړیکې او ملاتړ نه دی پرې ایښی بلکې لا هم ژوره اړیکه ورسره پالي.
راپور کې د افغان او امریکايي قومندانانو له قوله هم تایید شوې چې پاکستان د ترهګرۍ مستقیم او غیرمستقیم ملاتړی دی.
په راپور کې همدا راز راغلي چې پاکستان د پښتنو په مشرۍ یو ضعیف او بې ثباته افغانستان غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر ضد د خپلې مبارزې په کلني راپور کې ویلي وو، پاکستان لا هم د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام نه دی کړی چې له دغه هېواد څخه تمویل او تجهیزېږي.


د مطلب کود: 194993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194993/د-امریکا-کانګرس-پاکستان-افغانستان-کې-یو-پښتون-خو-کمزوری-واکمن-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com