دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 194996
افغان ځواکونو د ښځو په جامو او څادرۍ کې ۴ داعشیان نیولي
افغان ځواکونو د ښځو په څادرۍ او جامو کې څلور داعشیان نیولي چې هڅه یې کوله له ننګرهار څخه وتښتي.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې چې تاند ته هم رسېدلې ده، راغلي چې افغان ځواکونو دغه ۴ داعشیان په اچین ولسوالۍ کې نیولي دي.
داعش ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو اچین هغه سیمه ده چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په کې د داعش ډلې پر ضد ځپونکي عملیات روان دي.
دا ځای څه موده وړاندې د داعش ډلې د خراسان څانګې مرکز و او دوه کاله وړاندې په کې د امریکايي ځواکونو له لوري د بمونو مور هم وکارول شوه.
https://avapress.com/vdcdno0f9yt0nn6.lb2y.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته