ټرمپ هغه فرمان تایید کړ چې له مخې به یې د سوریې په شمال کې د تېلي زېرمو او منابعو د ساتلو لپاره لا ډېر امریکایي عسکر ځای پر ځای کېږي.
دغه ۱۵۰ کیلومتره ساحه به د امریکايي ځواکونو په کنټرول کې وي او دوی به ددغه زېرمو امنیت تامینوي چې دا د کورد وسله والو تر نفوذ لاندې ساحه ده.
ټرمپ داسې مهال دغه اقدام کړی چې تر دې وړاندې یې له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو امر کړی و.
خو اوس یې برعکس ویلي چې په سوریه کې سلګونه امریکایي عسکر په نامعلوم حالت کې ژوند کوي او دوی به سره منظم سي او په دغه سیمه کې به د تېلو د زیرمو په ساتنه کې همکاري کوي.