کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د نړۍ تر "ټولو نا امن هېواد" وګڼل شو

16 عقرب 1398 ساعت 11:56

په امریکا کې د یوې څیړنیزې ادارې د نظر پوښتنې پایلې ښيي چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد و.



د ګالوپ څیړنیزه اداره وايي چې دوی د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې ۱۵۲۰۰ کسانو سره د خبرو او مرکو په اساس دغو پایلو ته رسیدلي. دوی د خپلو څیړنو موندنې د پنجشنبې په ورځ (نومبر۷) خپرې کړې.
د دغو څیړنو مسولین وايي چې دوی په هر هېواد کې ۱۰۰۰ کسان پوښتلي چې پر خپلو پولیسو څومره باور لري، د شپې د تګ راتګ پر مهال خپل ځانونه څومره مصون احساسوي او آیا په تېرکال کې پرې کوم برید شوی او لوټل شوي دي که نه؟
د دغو پوښتنو په اساس افغانستان له ۱۰۰ امیتازونو څخه ۳۸ وړي او په دې حساب له وینزویلا وروسته تر ټولو نا امن هېواد ګڼل شوی دی. د ګالوپ نظر پوښتنه ښيي چې یوازې په ۱۰۰ کې ۱۳ افغانان د شپې د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي احساسوي او ۲۲ سلنه افغانانبیا پر خپلو پولیسو باور لري.
د نظر پوښتې د شمېرو په اساس په پوښتل شویو افغانانو کې یې ۵۰سلنې ویلي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې غلو لوټلي او پېسې او مالونه یې ترې وړي دي. همدغه راز ۲۹ سلنه نورو بیا ویلي دي چې بریدونه پرې شوي دي.
د ګالوپ اداره وايي چې دوی له ۱۴ کلنو ورپورته خلکو سره خبرې او مرکې کړي دي چې ځینې یې مخامخ او ځینې يې د تیلیفون له لارې شوي دي.
د دغې نظر پوښتنې په اساس سنګاپور ۹۷، تاجیکستان ۹۴ او متحده عربي اماراتو ۹۳ نومرې وړې او په دې ډول په نړۍ کې لومړی، دویم او درېیم امن هېوادونه ګڼل شوي دي.
 


د مطلب کود: 195008

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195008/افغانستان-د-نړۍ-تر-ټولو-نا-امن-هېواد-وګڼل-شو

آوا
  https://www.avapress.com