دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 195010
تاجکستان: د افغانستان خاوری څخه داعشیان دا هیواد ته راځي
تاجکستان چارواکې ادعا کړي، مسلح کسانو ډله چی اخیرو کې ددی هیواد سرحدی پوسته باندی برید کړي، داعش ځواکونه وو او افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتۍ وو.

 
دا برید چی په ترڅ کې د تاجکستان دوه تنه سرحدی ساتونکې هم وژل شوی دی، د آسیای میانه امنیت په اړه جدی اندیښنی رامنځته کړی دی.
ددی پيښی سیمه د تاجکستان پلازمینی دوشنبه ښار په ۶۰ کیلومتری کې د ازبکستان سره سرحد ته نږدی دی. د برید مقصد معلوم نه دی معلوم شوی او تاجکستان په دی اړه کوم جزئیات نه دی وړاندی کړي.
تاجکستان سرحدی ګارد په مختصر توګه په یو اعلامیه کې ویلی دی، د نومبر په ۳ نیټه یو ۲۰ کسیزه ډله د کندز ولایت قلعه زال ولسوالی څخه تاجکستان قبادیان ولسوالی ته داخل شوی دی. د ریپورتونو په اساس، یو ښځه هم په هغه ډله کې وو، ۱۵ تنه یی وژل شوی او پنځه تنه نور یی هم نیول شوی دی.
 د تاجکستان داخله وزارت ویلی دی، دا کسان خپل ځان سره څلور موټرونه درلودل او ددی وسایطو په مرسته عشق آباد سرحدی پوستی ته ځان رسولی وو.
تراوسه کوم شواهد نه دی موندل شوی ترڅو ثابت کړی چی مسلح کسان د افغانستان څخه آسیای میانه هیوادونو ته ځی. دا نکته هم ډير مهم دی چی د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالی په مجموعی توګه د تاجکستان سره سرحداتو کې قرار لری، داعش نه، بلکه طالبان پکې فعالیت لری.
 
https://avapress.com/vdcb8sb8grhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته