په لوګر ولايت کې د پکتيا استيناف محکمې څلور قاضيان په وسله وال بريد کې وژل شوي دي.
د لوګر د ولایتي شورا مشر حسيب ستانکزي رسنيو ته وويل چې نن ماسپښين د لوګر محمد اغې ولسوالۍ باقي اباد سيمه کې د پکتيا استيناف محکمې څلور قاضيان په وسله وال بريد کې ووژل.
هغه وويل چې د پکتيا د استيناف محکمې څلور قاضيان په يو کرولا ډوله موټر کې له پکتيا څخه کابل ته په لاره وو چې د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شول.
په وژل شويو قاضيانو کې قاضي نورالله قرباني، قاضی ایمل، قاضي زين الله اوقاضي عبدالقدیر فیضي شامل دي.
تر اوسه د يادو قاضيانو د وژلو مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.