دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 195046
طالبان وايي د کابل پوهنتون استاد وژنه د توجيه وړ نه ده
طالبان وايي چې په بغلان ولايت کې د کابل پوهنتون استاد په وژنه کې دوی لاس نه لري او نه د دوی هدف و.
تيره ورځ د کابل پوهنتون استاد «پوهاند عزيز احمد پنجشيري» د نامعلومو
وسله والو له لوري د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ همت خېلو کې وژل شوی و.
له پيښې وروسته دولتي چارواکو د نوموړي استاد د وژنې پړه په طالبانو ور واچوله خو طالبانو دا ادعا رد کړه.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې نوموړی استاد يو ملکي شخص و چې وژل يې هيڅ توجيه نه لري او نه هم د دوی لپاره هدف و.
مجاهد ويلي دي چې دا دوی د بدنامولو لپاره پروپاګند دی.
https://avapress.com/vdcaymn6i49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته