کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان وايي د کابل پوهنتون استاد وژنه د توجيه وړ نه ده

16 عقرب 1398 ساعت 16:21


طالبان وايي چې په بغلان ولايت کې د کابل پوهنتون استاد په وژنه کې دوی لاس نه لري او نه د دوی هدف و.
تيره ورځ د کابل پوهنتون استاد «پوهاند عزيز احمد پنجشيري» د نامعلومو وسله والو له لوري د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ همت خېلو کې وژل شوی و.
له پيښې وروسته دولتي چارواکو د نوموړي استاد د وژنې پړه په طالبانو ور واچوله خو طالبانو دا ادعا رد کړه.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې نوموړی استاد يو ملکي شخص و چې وژل يې هيڅ توجيه نه لري او نه هم د دوی لپاره هدف و.
مجاهد ويلي دي چې دا دوی د بدنامولو لپاره پروپاګند دی.


د مطلب کود: 195046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195046/طالبان-وايي-د-کابل-پوهنتون-استاد-وژنه-توجيه-وړ-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com