کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سلام وطندار د «عبدالله عبدالله» د احتمالي کابینې نوملړ خپور کړی

16 عقرب 1398 ساعت 16:34


«سلام وطندار» ورځپاڼې  د خپلو سرچینو په مټ د ګډ حکومت د اجراییه رییس «عبدالله عبدالله» د احتمالي کابینې نوملړ ترلاسه کړی.
دغه نوملړ، چې د ورځپاڼې په باور عبدالله ته له نږدې سرچینې ترلاسه شوی، د بېلابېلو وزارتونو لپاره د وزیرانو، والیانو او یو شمېر ریاستونو ته د احتمالي نومول شویو کسانو نومونه پکې ترسترګو کېږي.
عبدالله عبدالله چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له مخکښو نوماندانو څخه وو، په بیا، بیا ادعا کړې، چې ټیم یې په غوڅ اکثریت سره ټاکنې ګټلې او تر نورو مخکې دی.


د مطلب کود: 195050

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195050/سلام-وطندار-د-عبدالله-احتمالي-کابینې-نوملړ-خپور-کړی

آوا
  https://www.avapress.com