دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 195056
لسو میاشتو کې ۲۵زره افغانان له ترکیې څخه وطن ته ستانه شوي
د افغانستان د مهاجرینو اوستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه د تیر اکتوبر د میاشتې تر وروستیو پورې د ترکیې څخه ۲۵ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د دغو ۲۵ زره ستنو شوو افغانانو په ډله کې لوی شمیر يې په خپله خوښه وطن ته ستانه شوي دي.
هغه وویل ، چې د دغو ستنو شوو شاوخوا دوه زره یې د هغوی د رضا پرته افغانستان ته شړل شوي دي.
ښاغلي باهر وویل " دوی په دې دلیل د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت سره د داوطلبو ستنیدونکو په توګه ثبت کیږي، چې دوی په ترکیه کې د افغانستان له سفارت او په دغه هیواد کې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت څخه وطن ته په داوطلبانه ډول د ستنیدلو یوه پاڼه لاسلیک او ترلاسه کوي".
د مهاجرت نړیوالې ادارې " آی او ایم" د دې اونۍ په راپور کې، چې تیرماښام (لړم ۱۴مه) خپور شوی ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه د روانې میاشتې تر دوییمې ورځې پورې ۲۱ زره درې سوه څلور شپیته افغانان له ترکیې څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې د " آی او ایم" د راپور له مخې یوازې ۴۴۰ ستانه شوي افغانان د " آی اوایم" په مرسته خپل وطن ته تللي دي.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د وزارت د شمیرنو له مخې اوس مهال په ترکیه کې شاوخوا یوسل او شل زره افغانان ژوند کوي.
دغه وزارت تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په ترکیه کې د میشتو افغانانو شمیر تر ۱۸۰ زرو تنو پورې ښودلی وو.
د مهاجرت د چارو کارپوهانو د وینا له مخې په ترکیه کې میشت افغانان اروپايي هیوادونو ته په لار دغه هیواد ته د لنډې مودې لپاره ورځي.
د " آی او ایم" د راپور له مخې د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه تر تیرې اونۍ پورې له اروپايي هیوادونو څخه ۱۵۸۲ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې د دغه شمیر یوازې ۶۷۰ تنه یې په خپله خوښه خپل وطن ته ورغلي او پاتې نور د هغوی د رضا پرته دغه هیواد ته ستانه کړی شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbssb80rhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته