دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 195058
په لوګر ولایت کې ناحرګندو کسانو يو جومات سوځولی
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو جومات سوځولی دی.

د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزي آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې تېره شپه د بره کي برک ولسوالۍ په قاضي قلعه سیمه کې ناڅرګندو کسانو د کلي جومات سوځولی دی.
ستانکزی زیاته کړې، چې د جومات یوه برخه ویجاړه شوې او د قرآن کریم نسخې هم په کې سوځول شوې دی.
تر اوسه د لوګر امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېر کال په همدې ورځو کې هم په بره کي برک ولسوالۍ کې ناڅرګنده کسانو یو ښوونځی هم سوځولی و.
د يادونې وړ ده، چې ډېر وخت په افغانستان کې ښوونځي او جوماتونه د نامعلومو کسانو له لوري سوځول کيږي؛ خو دولتي چارواکي يې د عاملينو په پيداکولو کې پاتې راغلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkk0fjyt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته