کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارزګان چارواکي دغه ولایت کې د ۴۰ وسله وال طالبانو د وژلو ادعا کوي

16 عقرب 1398 ساعت 17:37


د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۴۰ طالبان وژل شوي چې دوه په کې د دې ډلې مشران دي.
د یاد ولایت د والي ویاند زړګی عبادي وايي دغه وسله وال طالبان د ګیزاب ولسوالۍ په شمال ختیځ سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي.
عبادي زیاته کړې چې، افغان او بهرنیو ځواکونو دغه وسله وال هغه مهال په نښه کړل، چې دوی هلته په کښتیو کې د سیند بلې غاړې ته اوښتل او پر امنیتي پوستو يي د برید پلان درلود.
د یادونې وړ ده، چې پر ګیزاب ولسوالۍ وسله والوطالبانو له تېرې شاوخوا یونیمې میاشتې راهیسې ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.


د مطلب کود: 195060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195060/د-ارزګان-چارواکي-دغه-ولایت-کې-۴۰-وسله-وال-طالبانو-وژلو-ادعا-کوي

آوا
  https://www.avapress.com