دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 195060
د ارزګان چارواکي دغه ولایت کې د ۴۰ وسله وال طالبانو د وژلو ادعا کوي
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۴۰ طالبان وژل شوي چې دوه په کې د دې ډلې مشران دي.
د یاد ولایت د والي ویاند زړګی عبادي وايي دغه وسله وال طالبان د ګیزاب ولسوالۍ په شمال ختیځ سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي.
عبادي زیاته کړې چې، افغان او بهرنیو ځواکونو دغه وسله وال هغه مهال په نښه کړل، چې دوی هلته په کښتیو کې د سیند بلې غاړې ته اوښتل او پر امنیتي پوستو يي د برید پلان درلود.
د یادونې وړ ده، چې پر ګیزاب ولسوالۍ وسله والوطالبانو له تېرې شاوخوا یونیمې میاشتې راهیسې ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.
https://avapress.com/vdcg3n9qzak9yz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته