دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 195061
د ولسمشر سلاکار: که طالبان سولې ته لیواله دي، باید له خپلمنځي خبرو وړاندې اوربند وکړي
د ولسمشر غني سلاکار، وحید عمر ویلي که چیرې طالبان د سولې لپاره لیواله وي، باید د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې اوربند وکړي.

ښاغلي عمر نن پنجشنبې کابل کې د ولسمشر غني د سولې طرحې باندې خبرې کولې.
وحید عمر وویل د بیجینګ راتلونکي ناستې لپاره د ګډونوالو لیست بشپړ شوی او دوی به طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت په استازیتوب ګډون کوي.
د ولسمشر سلاکار وویل دا نوملړ ډیر لنډ، خو همه شموله دی.
تر اوسه د بیجینګ بین الافغاني خبرو دقیقه نیټه نه ده اعلان شوې، خو طالبانو ته یو شمیر نږدې سرچینو ویلي دا ناسته د روانې زیږدیزې میاشتې په ۲۱مه یا ۲۲مه نیټه ترسره کیږي.
وحید عمر وویل دې ناستې لپاره کسان معلوم شوي دي، خو دا چې دا کسان څوک دي، لا نه دي په ډاګه شوي.
د ده په وینا حکومت د سولې پر وړاندې خنډ نه دی، خو د سولې خبرو کې باید د طالبانو پر وړاندې ګډ لیدلوری موجود وي.
ولسمشر غنی په دې وروستیو کې داسې حال کې چې د ټاکنو پایلې نه دي معلومې شوی، د سولې لپاره د ۷ مادو یوه طرحه وړاندې کړې ده.
اجراییه مشر عبدالله عبدالله بیا دا طرحه، یواځې یو ارمان بلل دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-mnzz23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته