د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وایي تېره شپه د لوګر ولایت برکی برک ولسوالۍ اړوند د قاضي کتب خېلو کلي کې وسله والو کسانو یو مسجد سوځولی دی. د مسجد په داخل کې قران شریفونه هم سوځېدلي.