نیوزېلېنډ کرکټ ملي لوبډله له انګلستان سره د شل اوریز سیریز څلورمه لوبه سبا ۹ نیمې بجې پیلوي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په ترسره شویو درې لوبو کې دوه نیوزېلېنډ او یوه انګلستان ګټلې ده. نیوزېلېنډ لوبډلې انګستان ته سفر کړی او هلته ورسره د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.
که سبانۍ لوبه انګلستان وګټي سیریز به دوه په دوه مساوي شي؛ خو که نیوزېلېنډ په کې بریا خپله کړي د سیریز اتلولي به ترلاسه کړي.