په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلانو د راټولولو فصل سره داسې اټکل کیږي چې سږ کال به دغه ولایت کې ۱۸ ټنه زعفران راټول شي.
هرات کې د زعفرانو حاصل زیاتوالي ته هیله مندي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 عقرب 1398 ساعت 17:50
په هرات ولایت کې د زعفرانو ګلانو د راټولولو فصل سره داسې اټکل کیږي چې سږ کال به دغه ولایت کې ۱۸ ټنه زعفران راټول شي.
د هرات کرنې ریاست مسوولین وایي په دغه ولایت کې پر اووه زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.
دوی وایي چې د هوا سړوالی سږ کال هرات ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو او کیفیت مثبته اغیزه کړی ده.
د هرات د کرنې ریاست مسلکي مرستیال، بشیر احمد احمدي څرګندوي:«سږ کال د کر کچه زیاته وه او د خلکو لیوالتیا هم ډېره وه، د زعفرانو د پیازو بیه هم ټیټته وه او ټولو بزګرو لاسرسی ورته درلود.»
ورته مهال دزعفرانو ملي ټولنې رییس، بشیر احمد رشیدي وایي چې دنړۍ بیلابیلو هېوادونو ته د زعفرانو د صاداراتو په زیاتیدو سره به سږ کال د د زعفرانو بیې کمې نه شي.
دی بیانوي:«شرکتونه اروپا ته صادرات لري. عربي هېوادونه ته هم اوس په ښه پیمانه صادرات کېږي.»
د هرات د کرخ ولسوالۍ په یوه کلي کې کرونګر د ګلانو په راټولولو بوخت دي، دغه ګلان باید په دوو اوونیو کې راټول او مناسب ځاي ته ولیږدول شي، په دغه ولایت کې کرونګر سږکال د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي.
د مطلب کود: 195066